

صدیق
ما چې ستا ښکلی ديدار وليده اوس
شوريده زړه مې قرار وليده اوس
په هغو سترګو رښتيا مهر د خدای دی
چې يې ښکلی مخ د يار وليده اوس
د اندوه ساعت بدل شو پرې خوښی شوه
چې بلبلو يې چغار وليده اوس
په ديدن مې ستا غمونه له زړه لاړل
زړه مې درست تاته وزګار وليده اوس
که تر سا راته څوک وايی عيب څه دی
چې مې ستا زلفې زنار و ليده اوس
د صديق اميد رښتيا شو ستا باری ته
چې نيکخواه يې خپل ريبار وليده اوس