

صدیق
که هزار ځله له خلقه يم جدا اوس
شکر شکر ستا له درده يم اشنا اوس
هيڅ سنت د بل طبيب راباندې نه شته
هغه درد مې ستا د مينې کا دوا اوس
اول زړه سترګی په مينه کې ستا بند وو
بس کړه تنګ شوم ستا په عشق کې سرا پا اوس
په چمن په لاله زار راغلې بلبلې!
لور په لور کړه د ښو ګلو تماشا اوس
عاشقان واړه په عشق کې په تجريد دی
ځکه خوښ کړم خپلې مينې په تنها اوس
د دنيا له اندېښنو صديق فارغ شو
چې يې زړه په اندېښنه شو د عقبی اوس