...

صدیق

عاشقان به په عاشق پوهيږی بس

 لايقان به په لايق پوهيږی بس

زاهدان په زاهدانو قيمتی وی

 فاسقان به په فاسق پوهيږی بس

په دروغ ويل کوتاه ميدان لويږی

 صادقان به په صادق پوهيږی بس

د رنځور مطلب صحت د طبيب غواړی

 حاذقان به په حاذق پوهيږی بس

 هوښيارانو څخه قدر د صديق شته

 احمقان به په احمق پوهيږی بس