...

صدیق

چې بې امره دا ستا د ياد مور و پلار لاړ

 هغه زوی خوار عاصي شو ګور ته خوار لاړ

په دنيا يې ګردن خلاص نه شو له باره

 تر قيامت لښلی درست په درانه بار لاړ

د راحت ساعت يې بيا نه موند هيچرې

 د خپل ځان په ازارۍ راغی آزار لاړ

د لعنت طوق يې په غاړه جاودان شو

 د بقا و دار ته هسې نګو نسار لاړ

جمعيت يې حاصل نه که په دنيا کې

 پريشانی يې شوه په برخه دل افګار لاړ

ازلی بد بخت به څوک بختور نه کا

 نابکار په دنيا راغی نابکار لاړ

د ازل به شوی بد هيچری نه وی

 چې له ځایه برخوردار شو برخودار لاړ

 په صديق باندې يې نوم د صديق کښيښود

 لکه ګل په شګفته اطوار اطوار لاړ