

صدیق
چې په مينه پورې بند زړه د جهان لاړ
د هغو په بخت د بدو څرخ اسمان لاړ
رسيده تر نمر بيغمه وی خوښی کا
خوار په سيوره همېشه د اين و آن لاړ
خس په سر د درياب ګرځي سبکبار شو
ګران باره د دريابه بيکران لاړ
د دريابه موج په لاس د ارادت وی
ازلی بد خوی اوس په ځان حيران لاړ
سبګرو تر برق په دا ميدان تيريږی
په دنيا د قافلې سر د کاروان لاړ
په سختۍ کې مې روزګار شو پکې خوښ يم
له همايه قسمت کوم د استخوان لاړ
استانه مې ستا د عشق باب د اميد شو
په بې فکره مې بل فکر د آستان لاړ
د صديق په خاکساری باندی نظر کړه
چې تمام جهان په دا تيره خاکدان لاړ