...

صدیق

کلی غم چې مې د ښکليو په ديدار لاړ

 بيا له ما څه د زړه صبر د قرار لاړ

په راتله يې خوښی وبخښله ما ته

 بيا په تله مې تر ده صبر په تلوار لاړ

د جهان غمونه واړه راته پيښ شول

 چې له ما نه هغه ښکلی غمګسار لاړ

که مې روح در پسې خيژی عيب نه شته

 چې دلبر مې و همېش بوسه کنار لاړ

که بلبل په ارمان ژاړی نو پرې ښايی

 چې خزان راغی په مخه نوبهار لاړ

له ارمانه يې شور ګډ په درست جهان شو

 په فراق يې تر خولې څو په زور چغار لاړ

ستا د غم لښکرو مخ راته څرګند کړ

 د ښادۍ لښکر می واړه تار په تار لاړ

په اميد يې د وصال د زړه خوښی کړم

 او که نه بې ياره عمر واړه خوار لاړ

 د دوزخ د اور لمبې به ترې حذر کا

 چې صديق سوی سوخته د عشق په نار لاړ