

صدیق
ما چې ستا بشر د زړه په سترګو ځير کړ
په حساب مې بې ماننده بې نظير کړ
چې نامه مې ستا پرې واخيسته خوږه شوه
د خولې خوند مې خوږ په شهد وکه په شير کړ
د هغه منت لرم که يې په ما ږدی
چې يې ښکلی تر يوسف د يار بشير کړ
د اندوه وکان مې ونغښت پرې خوشحال شوم
مغنی چې تا سرود په بم په زر کړ
وايې داغ دی د بلبل په خاطر ايښی
چې خزان د ښکلی ګل حسن تغيير کړ
وايې مياشت ليده په خوب ليده د يار دی
معبر زما د خوب عجب تعبير کړ
خدايه ستا دادونه ډېر دی که دا راکړی
تا په څه زما د يار عمر صغير کړ
په مانې چې ته شا راته کړی روان شې
د فراق اوښکيو مې جوړ په مخ بهېر کړ
ساقی اوس د خوشحالی پياله راکړه
زړه مې ډېر د هر نا کس جفا زهېر کړ
په خندا په هوس څه سوبه دې وشوه
چې صديق دې نن د زلفو په زنځير کړ