

صدیق
لکه ستا دي ښايسته دواړه چشمان تور
هسې نه شته ښکلی نور په درست جهان تور
زړه قيمه لرم تياره و کباب ته
د سيخو په ځای ترې اوباسه مژګان تور
څه داغونه پټ په زړه لرم دننه
لاله يو درښکاره نه شو په بوستان تور
هومره تاولرم په زړه کې ستا د مينی
چې د آه په تاو يې درست پر آسمان تور
عاشقان واړه رښتيا کاندی په عشق کې
دروغژن لری ورق په دوست ديوان تور
نندارو ته يې جهان ټول شو صديقه!
يار دې خال کيښود د وروځو په ميدان تور