

صدیق
مينه وړی زړه ډېر د سترګو تر ځنبل زر
رونده د لارې رسی په منزل زر
يو قاصد ګړندی هومره نه دی تللی
لکه ياره! زما ستا په لورې تلل زر
د تلو تلو په کار په تلو هيڅ نه پوهيزم
ډېر تر عمره ښکاره نه شو په تله بل زر
په جهان سم باندې نامې واړه په سول شوې
دود الود آه مې څرګند کا هر محفل زر
مينه ستا صديق پناه ساقی له دله
څوک خبر مومی بې تا په دا مشکل زر