

صدیق
بې قرار د عشق په يوه ځای کا قرار
غرونه يې لنګر کړه سيند به لاځي په تلوار
خوښ زاهد په زهد په تقوی زه می طلب يم
روغ ليونی دواړه سره سم درومی په لار
حق د شريعت د عالمانو چې په ځای کړ
بل چا کړی نه و منصور مينې کړ په دار
داغ په داغ رښتيا د خوار بلبل په خاطر کيږدی
څو چې د ګردون په اوبه لوی شي لاله زار
غټ کا ته ړانده کا چې هيڅ نه وينې تروڅه شي
روغ په پټو سترګو صديق ښه ګوري ديدار