

صدیق
ته په حسن که شرين يې د دې دهر
زه خسرو د زمانې يم په خپل شهر
ورځ و شپه دې له فراقه خالی نه يم
هم مخفی در پسې ژاړم، هم په جهر
د جهان خواږه که زه خورم چې بې تاوی
دا همه راته ترخه شي لکه زهر
ستا په تله چې له ما درومی راته شا کړی
د فراق اوښکې مې جوړ کا په مخ نهر
خوشحالی به نور ونه وينم درست عمر
ما د غم په ناوې وتاړه اوس مهر
که په خلکو ودانی وی چې ته نه يې
ويرانه راته څرګند شي تمام شهر
که درياب په مخه ټوله وړی خځله
بيا يې تار په تار جدا کاندې په لهر
بيا به ما له خپله ياره خوا په خوا کا
که په ما مهر کرم کاندی دا دهر
که د زړه رضا دی ده چې مجنون ګورم
تر مجنون صديق بتر شته په نوشهر