...

صدیق

توره شړۍ ښه ده نيمه لنګ نيمه په سر

 ورک شه د مغلو د بخشش منديل په سر

پړی تر ملا ښه دی چې دې لور په ډودۍ لک وی

 نه زوی قصب چې ته پرې لک لرې خنجر

مه خوره زيړ بريان متنجنه په منتو کې

 ځار تر اوربشينې چې پرې ايښی وي ټيپر

واړه ليونی شول پښتانه چې پسې ځغلې

 ننګ و ته يې شا کړه له مغولو غواړی زر

بل که ستا منت که عيب يې نه شته خو ته مه کړه

 بد هاله باله شي چې د بل شي منت بر

غوښه د ځان خوسا شي چې پرې نه کړي زحمت وی

 غوښه د ځان څه ده چې بد خوی دې شي پسر

حق د پښتنو دی که اوس بيا د ننګ د پاره

 سور په شهزاده کا دغه تور خونی خيبر

وړاندې زه هلک وم چې پرې ډوب محمد امين شو

 ښه ښه شهيدان وو ډېر مغول شول پرې ډبر

نه مومند ايمل شته، نه خوشحال خټک دريا شته

 نه لښکر غلجی، له پښتنو خالی شو غر

هيڅ نه دی نابوده يوسفزی د ننګ په کار کې

 نوم يې د زمری دی تر شغال دی لا بتر

ځينې که منصب خوری خولا ګور په خپل وطن دی

 سپی شو د مغولو حمزه ګوره ګيدی خر

حال د پښتنو د لنګ په کار کې ښکاره شو

 واړه هيڅ کاره دې بې حيا نامرد بشر

دريغه که وطن په تور وغرونو د صديق وای

 مه وای په نوښهر ملک يې مه وای اشنغر