

صدیق
ډېر د خيال سواره چې لاړ دی په دا لار
بيا يې نه شته هيڅ خبر بيا رته دوبار
دا دلی ياران څوشته هور ته يې بولی
تل ناره په پټه خوله کا په تلوار
ودانی رښتيا تر دا نه هور ته ښه ده
ځکه خوښ وی ډېر تر دا هور ته هوښيار
لکه راغله هسې لاړل ځې را درومی
عقل هيڅ ورته رسد نه کا د شمار
که باور کړې اوس په هسې بهير پيښ شوم
سر سامان يې ليده نه شي د قطار
يوه ورځ به دا خوښی درباندی غم شي
دا ګردون په هيچا نه ګرځ قرار
ډېر شاهان ميران يې پريياسته له تخته
لا پسې ګرځي چې پرپباسی وار په وار
ته به څو بی غمه خوښ په خندا ګرځې
مګر نه وينې هر ګز د مرګ ناتار
دا نا تار به عاقبت پيښ شي صديقه!
بويه فکر کړه د مرګ په خوا تر دار