...

صدیق

که خانان ميران نظر لری په زر ډېر

 ښايسته لری تر دوی والا نظر ډېر

د تمام جهان لښکر دا هومره نه وی

 لکه ستا مقر کې، باڼه لری نظر ډېر

د جنت خوښې مې واړه کړه پرې هيره

 چې مدام دې په کوڅه کې کړم ګذر ډېر

درست جهان به يې ارزونه کړه ديدن ته

 که دې ښکلی تر يوسف نه وای  نظر ډېر

دا عالم واړه دروغ کا چې يې وايی

 چې تر زلفو يې دماغ لری عنبر ډېر

ستا د شونډو په دوران به يې ونه څښم

 که اوبه لری خواږه د نيشکر ډېر

د لوښنيو په اوبه به يې ستا نه اخلم

 که اوبه چا ته قيمت کا د کوثر ډېر

واړه ويره مې بيرون شوه له خاطره

 ستا په عشق کې ډرامې نه کيږي د سر ډېر

 تر مطلوبه پورې تله بويه صديقه!

 که د عشق په ګرانه لار کې وی خطر ډېر