...

صدیق

عمر څه دی لکه باد

 دا چې نه لری استاد

هر چې ور کاندی طلب کا

 څه فلک څه يې امداد

چې سليمان پريوت له تخته

 جريان حکم نه وړی باد

په دنيا يې روغ جنت کړ

 په ارمان لاړ شو شداد

مرګی لاندی کړ تر خاورو

 که کاوس و که قباد

هغه هم دی توری خاورې

 چې يې ډېر کاوه ذهاد

هر چې نه کا هغه ښه وړی

 هر چې بد کا وړی فساد

جهان واړه ځای د غم دی

 شوک به څه کاندی زړه ښاد

 زړه هم هغه دی صديقه!

 چې مشغول وی په ښه ياد