...

صدیق

ولې نه يې را ضيمن په هغه سود

 هغه سود چې همېشه لري بهبود

د هغه له بادو څله فراغت شوې

 چې تر تا نه تل وتاته دی موجود

تمامی قباحت دا دی که باور کړې

 چې مريد له خپله پيره شي مردود

چې دې يو زمان جدا نه وي له دله

 په معنی کې هم دغه شو ستا معبود

جدايې ځنې ذره، د ياد ومه کړه

 که هر څو دې شي اندوه په زړه افزود

په هر څه کې چې څه واچوی که وايې

 عاقبت شي بيا هغه ځنې نمود

د مسلم رجا نه څه ده بندګي ده

 د اخلاص طاعت به کله کا جهود

سلامت ته سلامت بخښلی خدای دی

 څه شي اور ته خليل واچاوه نمرود

 ته تل می د محبت نوشه صديقه!

 په دا څه شي محتسب که شي سحود