...

صدیق

لکه نن راته څرګند شو ښکلی ستا مخ

 هسې نه دی چا ليدلی په دنيا مخ

بې حجابه را ښکاره څو په حجاب دی

 ځکه پټ دی ستا له شرمه د حيا مخ

چې راتله د ګل خوښی حاصل زما وی

 شګفته شي ګل چې ورته کا سبا مخ

که وفا د نورو ښکليو هرګز نشته

 خدای دې ستا کا تل و ما ته په وفا مخ

په ماڼې دی په رښتيا تر مرګه تير شم

 خدای دې وجار باسه ماته په دعا مخ

 د نظر په دود يې پاس په ليمو ځای شو

 صديق ځکه هر ګز نه وينی بې تا مخ