

صدیق
په خندا چې را ښکاره کا هغه جان مخ
ځکه هيڅ شی د آفتاب پاس په اسمان مخ
چې بورقه د يوسف پرېوته له سره
د آفتاب پنجه ښکاره کا تر ګريوان مخ
په جهان ځکه تياره شي چې سبا شي
کله پټ کا د ګيسو په سايبان مخ
تر هغه به يې په شونډو باندی نه ږده
په مينا چې ستا ونه وينی رندان مخ
زه به سترګې چيرې نه کړم ورته پورته
که يې تا کار راښکاره ګل په بوستان مخ
د جهان ستم په سترګو د ليلا کا
چې مجنون کړ اوس په پټی بيابان مخ
هغه مخ صديق په پټو سترګو ګوری
چې هيچا ته ښکاره نه دی هغه شان مخ