

صدیق
مخ و ته دې ګورم پورته لمر شي راته هيڅ
زلفو ته دې ګورم تور عنبر شي راته هيڅ
لعل دې د لبو لعل هيڅ د بدخشان کا
غاښو ته دې ګورم سپين ګوهر شي راته هيڅ
سرو په بوستان کې خجالت وړي ستا تر قده
قد و ته دې ګورم نور هرهر شي راته هيڅ
شته دی په جهان کې ښې دلبره موکمرې
ملا ته چې دې ګورم مو کمر شي راته هيڅ