

صدیق
لکه زه يم په هغه تيغ عريان غوڅ
خدای پرې مه کړه بل هندو يا مسلمان غوڅ
د غمونو سره له ځايه آشنايی وه
دا يو نوم دی چې سړی کاندی هجران غوڅ
ای ارمان ارمان دريغ دريغ هجرانه!
د جهان زړونه هم ته کړې په پنهان غوڅ
چې مې ډکه پياله پريباسي له لاسه
د ازل قسمت هر ګوره کامستان غوڅ
له اوله په ښادۍ، بيا يې په غم کړم
کړم قسم چې لرې زړونه عاشقان غوڅ
نن فلک پرې خوشحالی کړه سبا غم وی
په خزان کې په رښتيا شي البلان غوڅ
د مزری نامه پرې کيږده زمری څه وی
ځوان چې ځان کاندی د تورو په ميدان غوڅ
په خندا خندا راځه غاړه غړۍ
چې په توره د حسد شي حاسدان غوڅ
که يې ته د آه په تيغ وهې صديقه
په رښتيا به شي نن دا زمکه آسمان غوڅ