...

صدیق

د دنيا په کار ښادمن خاطر غمګين هيڅ

 لاس په وينو د مردار کښلی رنګين هيڅ

چې وفا نه کا تر عمره آخر هيڅ وی

 مسافر منزل په مخ، په لار تسکين هيڅ

تعلق په زړه ذره په آزاد غر شي

 مخ د صافې آينې کښلې رنګين هيڅ

د هوا وړی، هوا په هوا ورکه کا

 د حباب په عمارت د زړه تمکين هيڅ

 لب په غاښو د همت چيچه صديقه

 چپ په لبو د دنيا د سره او سپين هيڅ