

صدیق
په بريښنا دې سپينو غاښو کړ ګوهر مات
په خوږو دی لعلو لبو کړ شکر مات
د صبا نسيم دې بوی د زلفو راوړی
په ختا کا بوی د مشکو، د عنبر مات
دا به حال د پریشانۍ زما وايې
چې صبا کا ستا د زلفو غوړ ته سر مات
زه لښکر ورته د صبر مهيا کړم
په کاته مې کړی د دو سترګو لښکر مات
چې پرې ګرد ستا د تلی د خاورو نه وی
د هغو په سر د وران کاندی افسر مات
څو اميد ستا د وصال وکړم هجران دی
دوست په زړه کاندی زما د پاس خنجر مات
واړه کار د محبت دی دروغ نه دی
که فرهاد په عاشقۍ کې کړ غر مات
مصور د خط چې نه شي کې، حيران شي
واړه مينه کا ترې خپل عقل هنر مات
څو دې غشی د غمزې شته هغه واړه
وار په وار کړه د صديق د زړه په سر مات