...

صدیق

زړه مې نه کا ويل څه ته التفات

 بې له ياره ويل نه کړم کم و زيات

که څه روغ دی خو له مينی مې زړه داغ دی

 نور مې ځير کړه زړه له هر څه لرم مات

يو زمان د زړه خوښی، غم يی درست عمر

 تف، لعنت شه د د نيا په کل اوقات

د دنيا مينه لوی رنځ د آخرت ده

 دانيانو پر هيز نه کړه ځنې مات

په طلب ورپسې ستړی بې تقصير شو

 چې سکندر اوبه طلب کړې په ظلمات

چې يې نه وه نصيبه، نصيبه نه شوه

 چې سکندر اوبه ونه ځښی د حيات

در دو غم به يې هر ګز ليدلې نه و

 که صديق اشنايی نه کړای د کم ذات