

صدیق
څو په نيکو بد ظاهر نه شي اثبات
فرق نه شته د اصيل و د بد ذات
په اوبو د آينی سيرابی نه شته
چې شوره زمکه اوبه شوه په حيات
ځينې تندر د آفت ځينې ګوهر شي
څه عجب اوبه را درومې سماوات
د غفلت نفس رښتيا تر مرګه بدتر دی
د ژوندون نامه د چا مه شه ممات
آينه په صيقل پټ تمام جهان کا
د لباس خوبی جدا، جدا د ذات
په محک د سيم و زر تجربه کيږی
خود به بيل شي سبا قبح، حسنات
په بخښنه د صديق کريم راضی شو
تل غنی واجب په وږيو کا ذکات