

صدیق
په دنيا کې ما و نه ليده يو يار درست
په همت او په ګفتار کې په کردار درست
د هر چا چې د زړه وی وکړم ازار شم
نور به نه کړم په هيچا د زړه اعتبار درست
چې خندا د چا سره په درست اخلاص کړم
هم هغه راته څرګند کا ځان اغيار درست
ما په ملک کې د خدای وکړه اشنای
ولې نه و چيرته څوک به وی اقرار درست
هر اشنا به په اول د ديدن کې ګل و
په دويم به را څرګند شو لکه خار درست
هر سړی به طلبګار د خپل مطلب و
خبر دار په حقيقت شوم وار، په وار درست
د دنيا روزګار هر څوک په خپل مطلب کا
ولې عيب د هر چا شی را اظهار درست
زه به څو د ښو، د بدو له چا زار کړم
خپل قسمت دی چې را پيښ کاندي دا وار درست
يوسف زی که محمد زی که بل فريق دی
دا همه په ما مطلب کاندی خپل کار درست
هزار شکر منت بار د خپل خاوند يم
چې په ما باندې چا نه کړ منت بار درست
په همت کې نمر په لاس لکه غرګی وړم
لا په دا کې هم ځان وينم شرمسار درست
چې دا هسې بې نيازې راته ښکاره شي
په فراق مې کړی اوبه سمه کهسار درست
په هيڅ رنګ به رای د چا د زړه خپل نه کا
سر و مال که تر اشنا کا صديق زار درست