...

صدیق

نن مې وليده په سترګو هغه يار مست

 سم په لاره نه کا تله لکه ميخوار مست

برندې سترګې راته پور ته په مستۍ کا

 کاته مست کا، روزګار مست دور ديوار مست

په مستۍ زما د مينې واړه مست شول

 کور مې مست، مهلت مې مست، کوڅه بازار مست

شيخ زما د يار د لبو شراب نوش کړ

 د دې پرې مست شو، خرقه مست ساقی زنار مست

زه هم مست، دلبر هم مست سيل د ګل کړو

 ساقی مست، شراب يې مست او هم يې نار مست

د مستانو مجلس هسې مکان غواړی

 چمن مست، عمارت مست، نقش ونګارمست

د مستانو په مستۍ مې زړه نشه شو

 ویل مست کا، روزګار مست کاندی هر کار مست

په مستۍ زما فلک په رامن ګډ شو

 سطر مست، جغانه مست، دف و مزمار مست

 د صديق مستی يوازی د ځان نه ده

 قلم مست، قلمدان مست، لری اشعار مست