...

صدیق

په جهان کې مې يو يار غوښت

 سر ا پا مې پر يوار غوښت

په اميد ترې دوفا وم

 نه جفا ته مې تيمار غوښت

ما وې ښاد به په وصال شم

 نه چې هجر مې د شوار غوښت

چې مې تل وينې د زړه خوری

 کله ما هسې خونخوار غوښت

د خزان تمه دې نه وه

 چې بلبلو لاله زار غوښت

ما وې يار به قرار غواړم

 ما په څه تل ناقرار غوښت

 صديق ځان سپاره ويار ته

 يار مې سر ته په ملک دار غوښت