

صدیق
چې په زړه يې خيال د ښکلی شيرين کښيناست
زيبور شو په چمن چې نسرين کښيناست
د جبين خولو ته ستا هومره حيران يم
چې له کومه په دا ماه دا پروين کښيناست
د يوسف بادشاهی ګوره پس له بنده
تل خوښی شوه د هغه چې غمګين کښيناست
د غونچې ښايست نشست د بورا ډېر کا
عجب خال دی چې په مخ باندې شين کښيناست
چې په عشق کې صديق ستا انګشت نمای شو
ځکه غږ اوس د فرهاد و شيرين کښيناست