...

صدیق

چې بشره دې چيری ووينم په خواب

 په درګاه د رب شاکر يم په هر باب

د نعمت شکر واجب په ځان قبول کړم

 سجده ګاه کړم ستا د وروځيو په محراب

يو نظر چې درته وکړم دواړه کونه

 نه پيريږی نن په دا ذره ثواب

د طاعت مې د طاعت په شماره نه دی

 عنایت دې چې په ماشی بې حساب

زه ذره خبر ضعيف په ځان پوهيږم

 چې مجيب کړم واړه زه په مستجاب

چې تشيبه دې څوک ومخ ته د مهتاب کا

 مخ هغه له شرمه پټ کا په سحاب

 په یقين د صاف تصديق هومره پوهيزم

 چې صديق به خپله مينه کا کامياب