

صدیق
درست عمر مې تير شو په طلب کې د مطلب
درست نه شو مطلب مې عمر تير شو په طلب
څوک چې کا طلب د جمعيت هومره پريشان شي
هومره به غمګين وي څوک چې کا عيش و طرب
څه لره طلب څوک له حضوره د مطلب کا
شي وآينې ته آه تر خوله یاسته غضب
خوا لره ور درومی چې مقصود و ته څوک شا کا
سيوره وړاندې تښتی شاکړه شی بدعقب
سيند شو تر همت پورې رښتيا څاڅکی صديقه
پروت دی په درياب کې لکه کاڼی تشنه لب