

صدیق
چې له زړه مې وړی آرام له سترګو خوب
ستا ښايست دی د جهان فستنه اشوب
که پرې درست ذره، ذره شي په ګوګل کې
له زړه نه ځي ستا د مينې تلاتوب
چې دعوا د عاشقۍ لري په سر کې
ترې به نه ځي که چت پت شي په ميخ چوب
تر هغه خندا هوس په سړي زوږ وی
چې له سر د دانې لاړ نه شي زهوب
هومره زړه ستا په صلاح د بوسې ښه کړم
لکه تږی په اوبه کاځان خړوب
د وصال بهرمند ښاد، مهجور به غم وی
خدای د چا شپه کا په ويښ د جا په خوب
خدای که دا ځله صديق سلامت خلاص کا
ياد به نه کا په خوله نوم د عاشقتوب