

صدیق
چې خواږه دی تر شکر و د دلبر لب
څوک دې نه وايي دلبرو ته شکر لب
چې مې لب په دواړو لبو باندې کيږدم
وايم تر مې په اوبه شي د کوثر لب
ملايک مې واړه ستړی شي تسبيح ته
په دعا چې د دلبر سپړم سحر لب
کله کله هسې راز مخفی له تا کړم
چې په ګفت وګوی مې هيڅ نه وی خبر لب
ګستاخی دا هومره نه بويه صديقه
چې په خوا مې تر هر څه کښل کړې اکثر لب