

صدیق
که يې لرې له ښه مخه شي جلباب
مخ به مهر ځنې پټ کا په سحاب
د ديدن طاقت يې نشته چې يې ګوری
د خفاش په سترګو مه ګوره آفتاب
له اوله يار سکون زما په زړه کا
هر چې پښه د دلبرۍ ږدی په رکاب
په لحظه لحظه خونونه کا په غاړه
د غمزې جلاد يې تيز دی تر قصاب
لکه تيغ يې د غمزی هومره آبدار دی
د مصرۍ تورې نشته هومره آب
دا يې بوی د تورو زلفو سبا راووړ
ځکه هيڅ شوبوی د مشکو، د ګلاب
زه يې بند په چاه کې پروت د زنخدان يم
ښور وی را ته د سيه زلفو طناب
په ماڼۍ دې زما مرګ دی صرفه بويه
د څڅواکی طاقت نه لری حباب
هسې مخ دی ستا دمخ له مينې پيښ شو
چې په خيال راښکاره نه و، نه خواب
بل غزل په انتخاب چې کړې صديقه
د رحمان د غزل بس دی دا جواب