...

صدیق

شيخ په ورد، په مسئلو شو، په کتاب

 زه مين په جنګ و نی يم په رباب

صومعه زهد و تقوا د زاهدانو

 د رندانو خوښ ساقی، مهر و شراب

معرفت يې په ممات په حيات بياموند

 د عارف چې له مخ لرې شو حجاب

محبت د صادقانو هسې نه دی

 چې پروا د جنايت کا، د ثواب

فراغت په حيات نه مومی بې موته

 خوار خسته عاشق په حال دی د سيماب

 خپل آرام يې په وصال ګوندې حاصل شي

 د صديق دی په هجران کې اضطراب