

صدیق
څو په لاس پياله ساقی را ګلرنګ نه کا
هيڅ اثر په ما آواز نی وچنګ نه کا
چې څرګند د محبت رنګين شراب شي
په نوشلی يې می ستان په څه درنګ نه کا
په طلب شوم د دې باغ د ښوګلونو
باد په وړه ډېره صرفه د ګلو درنګ نه کا
د عمل کېښتۍ مې سير په درياب کا
په بيا له ګوذر هيچرې نهنګ نه کا
قيد ستا فکر صديق ته د وصال دی
مسلمان دې خدای په بند د فرنګ نه کا