

صدیق
تشنه لب به د دلبرې لس سيراب کا
ګنج د دور دي رښتيا طلب خراب کا
د سايل طمع تر زړه نه چې چاپير شې
تصور په زړه ترخپل د بل جواب کا
په خوښۍ د زړه هر ګز غفلت ښه نه دی
ځان پخوا ما لګه جوړه فرش د کباب کا
چې خبر په حقيقت شي د درست عمر
هم هغه اول د خپل دفتر حساب کا
چې له ځانيه هيڅ ليده شي هغه هيڅ
څه فايده ارمان پيرۍ وخت د شباب کا
د صديق عيب هغه کا عيبجويه!
چې اول دماغ شسته په ميوناب کا
څوک به څه طلب له ما صبر و آرام کا
منع ياد کله ابله په فکر تام کا
څښم پياله د غم په لب هرګز يې نه ږدم
د غمزې توره مې خوږ په وينه کام کا
له دورانه ګيله تل په خاموشی کړم
ګيله خاوره اوبه چاو ته پيام کا
د مجنون آزادی هيڅ بی قيده نشته
حلقه عشق و ماته ستا د زلفو دام کا
په آغاز د عشق صديق تر سره تير شوم
خبر نه يم چې قسمت مې څه انجام کا