...

صدیق

په عذاب الفت دې خلک فرزانه کا

 بيګانه روزګار رښتيا د بیګانه کا

ليونی ته ليونتوب کار د هوښيار وی

 خوښ په کار کله هوښيار د ديوانه کا

په کرم د ګناهګار تکيه خدای وی

 رو د زړه ميخور د پير په ميخانه کا

د نفس په تله راتله يورې يار ياد کړم

 يوه ږدم، ساقی را بله پيمانه کا

حيله هيڅ د محبت په کار کې نشته

کعبه ستا مينه په عشق کې بتخانه کا

سرښندل صديق ته هيڅ وی ستا په عشق کې

 پرې مدام جامه د شمع پروانه کا