

صدیق
څو په نس کړې رحم زياد، هومره جفا کا
کشتنۍ شی پسی چې خوږ سړی اشنا کا
آس پخپل حکم سرکش په سخت لجام شي
تر مرۍ نيولی شان مار و عصا کا
د مطلب طلب له خلکه عين مرګ دی
ناخدای نیولی لاس ډوب په دريا کا
استغنا جمع بې دوسته بې نياري ده
سزاوار د اور په تن نقش ګويا کا
د پتنګ په سولو نور د چراغ ډېر شي
مخ رښتيا د آينې اخګر صفا کا
شګفتن د ګل هغه زمان خزان وی
تل په وازه خوله سړی خندا ژړا کا
د جهان وفا يې هيڅ شوه ما صديق ته
تل جدا شبنم له ګل د نمر هوا کا