

صدیق
تر خزان پخوا دې رنګ ته شام بهار کا
ځوان دې نن تمام په ځان د صبا کار کا
چې تړلی لاس روان شو مرګ ته خضر
بل به څوک وي چې په دا ژوندون اعتبار کا
د ژوندون نفس شماره په مرګ پوره شي
تګ تر کومه پورې څوک چې په ديوار کا
چې تر برقه په شتاب تله دی د عمر
رونده ځکه د تلو په لار تلوار کا
ډېر په تله د ناهموارې لاره سم شي
لوړ ژور کالی رښتيا سوهان هموار کا
د وصال اميد قريب ګڼه تر موته
څوک به وصل د منصور په سر د دار کا
د افتاب قربت هغه مومی صدیقه
چې شبنم غوندې په ګلو ځان بيدار کا