

صدیق
ځار تر سترګو د رښتيا عاشقان جواب کا
زړه په ډېره بلا د زلفو پيچ وتاب کا
بيداری د ديدن منع هرګز نه شوه
شبنم وصل ځکه ځان خپل د آفتاب کا
د ليلا حسن مجنون په پرده ویني
مخ به پټ کله په شپه له چا مهتاب کا
له حيا د ګل بلبل سر په پر نغاړی
له حجابه تير عاشق د يار حجاب کا
می مې واړه ميخوارانو ته بخښلی
نشته کار د سترګو ستا تير تر شراب کا
که هوا يې د دوران په خاطر ګرځي
دا همت دې د صديق طلب احباب کا