...

صدیق

ګړندی عمر تر برق تله په شتاب کا

 څوک به زړه تړل د عمر په شباب کا

که په سترګو د یقين ورته نظر کړې

 په چمن راتله د ګل پښه په رکاب کا

پريشاني په جمعيت کې خود ليده شي

 څوک به جمع خور د طول امل کتاب کا

لږ ژوندون و ما ته ډېر په ډېر غفلت شو

 خود به ډېر را ته د لږ ژوندون حساب کا

په غفلت عمر صديق واړه برباد کړ

 څوک به بای بيهوده عمر انتخاب کا