

صدیق
ګفتګو چې په پرده کې د اسرار کا
هغه خوښ خاطر د وصل په ديدار کا
مشاطه يې مخ تروت د ږمنځ ګوری
ګل نمود په رخنه لا ښه د ديوار کا
رونده په لوړ ژور تصديعه کيږی
تيغ رښتيا لوړ ژور سوهان هموار کا
ګاه د ګل له څنګه ناست ګهی د نمر وی
شبنم واړه بيداری وصل د يار کا
په طلب موندل رښتيا د خپل مطلب شي
د منصور وصل رښتيا په سر د دار کا
بيهوده خندا حاصل ګڼه زيان دی
ګل خندا د هرچا جوړه ځان ته لار کا
په غفلت کې عزيز عمر لاړ صديقه!
ګوندې خدای قبول په فضل استغفار کا