

صدیق
د دوران ګردش هر ګور ستم اظهار کا
چې شکست د يار د حسن په بازار کا
په ساده لوحه يې خط جلوه نمای شو
کوم استاد دی چې دانقش په پرکار کا
چې يی زخم په مخ سيوری د بڼو شي
هم هغه نازنين مخ ګوره داغدار کا
چې يې حسن تنګ د مشکو په بازار شي
عنبرين نسيم ګذر په لاله زار کا
په پياله کې د هغو د مغزی می چښم
چې خبر پرې د محشر په ورځ خمار کا
پريشانی به د خزان ترکومه وايی
که يوه ژبه بلبله صد هزار کا
د نيسان د ابر ډېر منت په ما دی
چې په غم زما ژړا در شهوار کا
د دوران په حسد درست صديق پوهيږم
چې ژاله تويه له ابره په بهار کا