

صدیق
اوس به بيا راته ښکاره ښکلی جمال کا
چې خاته مې د يوسف سورت په فال کا
د جهان خوبۍ الطاف ور سره راوړی
چې ګذر دې په کوڅه باندې شمال کا
د چنبی په ګل شبنم پريوب حيران يم
داغ په مخ د آينې آب زلال کا
چې زره په کې هيڅ پرې نږدم له مينې
ساقی جام د ميو را بل ما لا مال کا
پسول مې نور د جهان ښکليو ته بخښلی
ما ته بس کړه زيب چې ستا د ابرو خال کا
سر د فکر په لب لاړ خندا طلب وی
تبسم ته غونچه جوړ ځان په اشکال کا
د صديق په وجود طمع د غم مه کړه
که جراح يې نشتر درست مات په قيفال کا