...

صدیق

ساقي اوس پياله له ميو د اسرار را

 په رضا يې د خپل زړه په رای سرشار را

په هر وار تلخی د ميو خوله ترخه کا

 صاف و در د هر څه چې وي په يوه وار را

په خپل در کې نا اميد شوم له صحته

 هر طلب پوره د زړه وما بيما را

که د بل چا قبول نشته عيب څه دی

 قبلول زما په زړه وما د يار را

نه مې ملک د سليمان په کار، نه جام دی

 لاس ومښل ته د دې خوږ خاطر افګار را

يا د زړه دردونه سهل را څرګند کړه

 يا مدد تمام کمال د درد په کار را

 که په عشق کې صديق ستا عين منصور يم

 لبالب پياله د وصل سر د دار را