...

صدیق

روغ هوښيار نګاه د يار مې د يوانه کا

 کاته مخ آينه ستا نګار خانه کا

د ليلا سترګې جنون بخښی مجنون ته

 رندانه مينه رښتيا په رندانه کا

همېشه له ماسره له ما جدا وی

 خيال زما دلبر و ما ته همخانه کا

لب مې هيچرې بې لبو د يار نه وی

 يوه څښم ساقی را بله پيمانه کا

زړه مې ورک په طلب کا نه يې مومی

 مشاطه يې زلفې څو په مخ شانه کا

پريشانی طلب رښتيا د جمعيت شوه

 د دانې طلب نادان په ويرانه کا

برهمن غوندې صنم ته په سجود يم

 محبت کعبه و ما ته بتخانه کا

د مطرب منت به هيڅ د اواز نه وړی

 څوک چې غوږ اوس د بلبل په ترانه کا

 لکه ګرد تر عرش د پاسه به مقيم شي

 که دلبر د صديق سر په آستانه کا