...

صدیق

تشنه لب مې د اسرار شراب سيراب کا

 د ګوهرو مومی ګنج چې ځان خراب کا

هيڅ به ځای د خاموشۍ په نقطه نه شي

 د خپل ياد په کور کې وا عاقل کتاب کا

بويه صاف کړي زړه د خپل زړه په پرده کی

 زنده دل کله په ځان د راحت خواب کا

د هوا په ترک رښتيا واصل د يار شي

 په پريښو هوا د ځان حساب درياب کا

د ګوهر د کان رښتيا ابر نيسان دی

 درست لوګی پيدا بخار تمام سحاب کا

د نادان خندا د عشق په ابتدا شي

 ميده مالګه خلق فرش د کباب کا

خبردار چې د اخر عمر په کار وی

 هم هغه اول د خپل دفتر حساب کا

ديرينه دولت رښتيا تر پيرۍ بهه دی

 څه خوښی به څوک په عهد د شباب کا

 په معنو به يې هوښيار پوه شي صديقه

 بوی تر ګل اول دانه بوی د ګلاب کا