...

صدیق

ته چې دا لب و دندان لرې زيبا

 ښايسته در و مرجان لرې زیبا

په کاته دې آينه تمام ګلزار شي

 چې عجب مخ تر بوستان لرې زيبا

دادی مخ ښکاره د زلفو تر حلقه شو

 که په چاه مير کنعان لرې زيبا

درست جهان کاته هم ستا کاندی په سترګو

 پټ څرګند ګوری چشمان لرې زيبا

 که تمام خلک ته اين وان زیبا دی

 ته صديق ته ځان چندان لرې زيبا