

صدیق
تاب د زلفو دې سنبل په غره بيتاب کا
غر و مخ ته پرده ابر د حجاب کا
ستا تر لعلو لبو هيڅ لعل ومرجان شي
مات قسمت غاښونه ستا در ناياب کا
توره شپه رښتيا رڼا کا په کور شمع
درست جهان رڼا د شپې مخ د مهتاب کا
د هوښيار نظر د عمر په ډېر تله شي
تله د عمر ډېر تر برقه لا شتاب کا
نا خدای جهاز په روی د درياب بيایي
درطلب غواص په تحت د درياب کا
په يوه کې ځای د بل حرف صوت نشته
خپل استاد صديق ته دا امر کتاب کا