

صدیق
څوک به عمر تللی بيا رته وما را کا
څوک به څو تمه ژوندون په دا دنيا کا
د ځوانۍ قدر څرګند درست په پيرۍ شي
د پرون هوس، ارمان نن څه وفا کا
طبيعت د سفله عين د آسمان دی
اخلی وار په وار هغه چې ومارا کا
د احسان لاس به کوتاه تل د دښمن وی
فلک کوم ګردش د چا په مدعا کا
د آرمان داغ به په زړه کې د بلبل وی
باد په ګل چې د چمن ګذر صبا کا
په هجران کې صديق لار د وصال ګورم
د يوسف راتله قسمت يعقوب ته بیا کا